پکتیا کې د نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۱
پکتیا کې د نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره شوه

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ګډون د ولایت مقام په کچه ګډ پلاوي لخوا ددی ولایت د مرکز ګردیز ښار د مثمر او غیر مثمر نیالګیو پلورونکو څخه څارنه ترسره کړه.
په یاده څارنه کی پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس ښاغلی مولوي سیدامین هاشمي، د ګردیز ښاروال او د چاپېریال ساتنی رئیسانو ګډون کړی وو.
ددې څارنې په ترڅ کې د یاد پلاوي لخوا د نیالګیو پلورونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ویې وویل، چې هغه یالګي چې ددې ولایت له چاپېریال او هوا سره توافق ونلري او یا هم ددې ولایت له تصدیقي قوریو لیبل ونلری باید ونه پلورل شي.
او همدارنګه یادونه یې وکړه، چې له نورو ولایتونو د نیالګلیو له انتقال څخه ډډه وکړي او کوم نیالګي، چې په دې ولایت کې نه پیدا کېږي له هغو ولایتونو څخه دې راوړل شي، چې لیبل او ددې ولایت چاپېریال او هوا سره توافق ولري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت