پکتیا کې د مڼو نوي بڼوڼه جوړېږي‎

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۲۷
پکتیا کې د مڼو نوي بڼوڼه جوړېږي‎

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت، د مرکز ګردیز په ګډون د زرمت او روحاني بابا په ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د کلیو پراختیا مؤسسې په همکارۍ، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» پر غاړه لري، ۴۴ بزګرانو ته د مڼو بڼونو جوړولو په پار اړین توکي ووېشل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سید امین هاشمي وویل، چې د افغانستان لپاره د کلیو پراختیا موسسې په همکارۍ د دی ولایت د مرکز په ګډون د زرمت او روحاني بابا په ولسوالیو کې ۴۴ تنه بزګرانو ته د مڼو بڼونو جوړولو په پار د مڼو نیالګي او اړین توکي وېشل شوي دي.
همداراز ښاغلی هاشمي وویل، چې په یادو بڼوڼو کې ۱۴ متراکم او ۳۰ عادی د مڼو بڼوڼه شامل دي، چې هر بزګر ته د متراکم بڼ په موخه ۷۰۰ د مڼو نیالګي او د عادي بڼ لپاره ۱۶۰ د مڼو نیالګي ورکول کېږي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې ریاست تخنیکي ټیم له خوا دغو بزګرانو ته د بڼونو د جوړولو او اوبو لګولو اړوند ضروري معلومات هم ورکړل شول، ترڅو د نیالګیو د ښې ودې او حاصل زیاتوالي ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت