پکتیا کې د منډهېر خوندي شوي سیمې تخنیکي سروې په اړه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۴۴
پکتیا کې د منډهېر خوندي شوي سیمې تخنیکي سروې په اړه غونډه دائره شوه

د پکتیا دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې دمنډهېر خوندي شوي سیمې د ایکالجیکي، ټولنیز او اقتصادي اهمیت د تخنیکي سروي په اړه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید او دچاپېریال ساتنې رییس عبدالهادي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه راعلي پلاوي، همدارنګه  د یادې  ادارې سره دهمکارې مؤسسې (اې،اس،اس)  د وحشي ژویو د بیا را ژوندي کولو مسئول چې دمنډهېر خوندي شوي سمې د ایکا لوجیکي، ټولنیز او اقتصادي اهمیت دتخنیکي د سروي په موخه راغلي و مفصلې خبری اترې وکړې.
د پکتیا  دکرنې، اوبولګولو او مالداري رییس پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ او د زیاته یې کړه، چې د ورته پروګرامونو دپلي کولو، دایمي او تلپاتې اغېزې لپاره دې دغه ډول هڅې لا ګړندۍ شي.
په دې غونډه کې دغه راز د چاپېریال ساتنې رییس هم  د چاپېریال  پراهمیت رڼا واچوله ورپسې راغلي پلاوي دیادې سیمې دزون بندۍ او اپتدایې کړنې پر دایمي کړنو  د بدلیدو لپاره  دخپل راتګ موخې تشریح  او د راتلونکو پروګرامونو  په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت