پکتیا کې د مالدارۍ سکټور د غوړېدو په پار هڅې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۲:۳۹
پکتیا کې د مالدارۍ سکټور د غوړېدو په پار هڅې

۲۲لړم ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په یاد ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار راون کال یو لړ برنامې پلي کړي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې د مالدارانو وړتیا لوړولو په پار دوی ته په بېلابېلو برخو کې روزنیزې برنامې په لاره اچول، د مالدارۍ په اوو اسټیشنونو کې مصنوعي القاح ترسره کول او د اړوندو توکو وېش، څارویو ته د برسلوز واکسین پروګرام پلي کول، په حیواني محصولاتو او درملو کنټرول او څارنه هغه څه دي، چې د پکتیا د کرنې ریاست لخوا راون ۱۳۹۹ یم کال کې مالدارنو ته د ښو خدمتونو په پار ترسره شوي دي.
د دغو برنامو په پلي کېدو سره به د مالدارۍ سکټورخوندي د ناروغیو کچه ټیټ او د څارویو محصولات لا ډېر شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت