پکتیا کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۰:۲
پکتیا کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا او څمکنیو کې د اصلاح شوو غنمو ١٣ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د وېش پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی وویل، د پکتیا د مرکزګردیز،احمدابا او څمکنیو ۱۲ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوه.
ښاغلي حلیمزی زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 د کرنې ریاست د غله جاتو مدیر وویل، چې دیادو ننداریزو کروندو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه چی مخکښ بزګران او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوې ده.
همدارنګه له وېش څخه وړاندې ګټه اخیستونکو بزګرانو ته د یادو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هم وشوه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړېږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
د یادونې وړ ده چې دغه ۱۲ ننداریز کروندې په ۱۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت