پکتیا کې د جیوډیزیکي شبکو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۱۲
پکتیا کې د جیوډیزیکي شبکو چارې پیل شوې

٢۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د جیوډیزیکي شبکو رغنیزې چارې پیل شوي دي.
ددغو شبکو د چارې په پیل غونډه کې د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد، ګردیز ښاروال مولوي سیدنظیم مزمل، د ټولګټو رییس حزب الله، د اطلاعاتو کلتور استازی عاقل خان وهاج، د کرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلی تخنیکي پلاوي، د یاد ریاست آمرینو او کارکونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د جیوډیزیکي شبکو(د انجنیري سروې ګانو د ښې ترسره کیدنې په پار د رسمي اصلي او فرعي پنچ مارکونه او سټېشنونه ټاکل او جوړول) پرانستې مبارکي وویله او زیاته یی کړه، چې د دی شبکې په جوړېدو سره به د دې ولایت د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې ټولې پراختیایي پروژې لکه سړک، د سړک اړونده پلونه، د اوبو بندونه، د اوبو کانالونه او همدارنګه استوګنیزې او سوداګریزو ودانیو په په معیاري ډول جوړولو کې به ترې ګټه پورته شي.
 ښاغلی سعید وویل، چې د مرکز ګردیز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د دېرشو په شاه خوا کې جیوډیزیکې شبکې جوړېږي، تر څو د انجنیري سروې ګانو پرمخ ټولې پرتې ستونزې به د تل له پاره حل شي.
 دا چې پکتیا ولایت د څو ولایتونو د زون مرکز شمېرل کیږي لکه د نورو زونونو په څېر یاد کار تر اوسه پورې په پکتیا ولایت کې  نه وو ترسره شوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت