پکتیا کې د افغان تولیداتو ترنامه لاندې درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۳۶
۲۲۲

پکتیا کې د افغان تولیداتو ترنامه لاندې درې وځنۍ نندارتون پرانیستل شو. د افغاني تولیداتو دغه نندارتون، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د یوه خصوصي شرکت لخوا جوړ شوی بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوې.
دافغان تولید ترنامه لاندې دغه ستر نندارتون چې پکتیا پوهنتون کې پرانیستل شوی دی د سیکارم بازار موندنې شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی، چې بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوو.
په دغه نندارتون کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي د یاد ریاست کارکوونکي په ګډون د نندارتون له بېلابېلو غورفو څخه لیدنه وکړه، د یاد نندارتون په جوړولو یې خوښي اوښوده او زیاته یې، کړه چې د داسې نندارتونو دائرول به د تولیدونکو او بازار ترمنځ د یو ارطباتي پول  په رامنځته کولو کې یو مهم رول ولري.
د دې نندراتون ګډونوال او صنعت کاران د افغاني تولیداتو لا پراختیا په برخه کې دغه ډول نندارتونونه خورا ګټور بولي او هیله من دي، چې په دې سره به د هېوادوالو صنعت او سوداګرۍ لا وده وکړي.
د افغان تولید د دغه نندارتون ګډونوال او صنعت کاران له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د افغاني تولیداتو بازار موندنې برخه کې لازمې اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت