پکتیا: د ځنګلوالۍ ټولنو غړو د خوست او پکتيا له واټرشيډونو څخه ليدنه وکړه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۵:۵۷
پکتیا: د ځنګلوالۍ ټولنو غړو د خوست او پکتيا له واټرشيډونو څخه ليدنه وکړه


۸ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په پکتيا او خوست ولايتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند اړيکو دفتر له لورې له جوړو شويو واټرشيډونو څخه د ځنګلوالۍ ټولنو غړو ليدنه وکړه.
دغه سفر چې د ځنګلوالی ټولنو غړو د علمي وړتيا د لوړولو لپاره د اړيکو دفتر له لورې برابر شوی وو، د دواړه ولايتونو د ځنګلوالۍ ټولنو غړو خپلې تجربې په خپلو کې سره شريکې او خپلې ستونزې يې تخنيکي کارکوونکو ته په ګوته او د دوی له لورې ورته اړينې لارښوونې هم وشوې. 
د يادولو وړ ده، چې د ياد سفر په ترڅ کې په دواړه ولايتونو کې د واټرشيډونو د پراختيا په موخه جوړې شوې قوريې هم له نږدې وليدل شوي، چې د يادو قوريو تولید شوي نيالګي به په راتلونکي کې هم واټرشيډونو ته انتقال شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت