پکتیا؛ همکارو برنامو سره سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۳:۵۴
پکتیا؛ همکارو برنامو سره سکټوري غونډه دائره شوه


۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې له همکارو برنامو سره سکتوري غونډه د ياد رياست د سرپرست ښاغلي مولوي احسان الله احسان په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د ياد رياست د آمرينو په ګډون د ولایت مقام، اقتصاد ریاست، سکټور رياست، چاپېریال ساتنې، سیندیزې حوزې ریاست، ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مديريت پروژې، سولې ريښې، GIZ، د ژغورنې نړيوالې کميټې «IRC» مؤسسې مسولينو ګډون کړي وو.
د‌ غونډې په پيل کې د پکتیا دکرنې رییس مولوي احسان الله احسان  د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپور او راتلونکي پلانونه واورېدل، نوموړي د همکارو موسسو له مسولينو وغوښتل، چې ښې همغږۍ، دوه اړخيزې همکارۍ، د ښو خدمتونو وړاندې کولو، اطاعت او د لارښوونو تعقيب ته جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې، د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او ورپسې يې په راتلونکو پلانونو رڼا واچوله.

د غونډې په پای کې ښاغلی مولوي احسان د همکارو برنامو مسولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت