په کونړ کې د کرنې سکتور او همکارو مؤسسو د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۱
په کونړ کې د کرنې سکتور او همکارو مؤسسو د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

د کونړ ولایت د کرنې ریاست په تالار کې د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو آمر نجیب الله عادل په مشرۍ د ۱۴۰۳ کال لیندۍ میاشتې د اس ډبلیو جي میاشتنۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کرنې ریاست اداري پرسونل او د یاد ریاست اړوند ټولو غیر دولتي مؤسسو مسؤلینو ګډون وکړ. ناسته د شپول دفتر کارمند قاري روح‌الله محمدي د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.  
د کرنیزو خدمتونو آمر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د غیر دولتي مؤسسو د فعالیتونو ستاینه یې وکړه. وروسته د مؤسسو استازو په نوبت د لیندۍ میاشتې فعالیتونه وړاندې کړ.
په دې غونډه کې  د شپول مؤسسې همکار قاري روح‌الله محمدي د «ځان‌بسیاینې ته د ګرځېدو پر لور» پروژې د درې میاشتني تمدید په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز د اف جي اې دفتر ولایتي مسؤل وویل، چې د غنمو اصلاح شوي تخم او سرو د رڼې وېش چارې په ډېری ولسوالیو کې بشپړې شوې او پاتې بزګرانو ته به ژر ووېشل شي. همدارنګه د اسلامیک ریلیف دفتر استازي د سرکاڼو او نرهنګ ولسوالیو بزګرانو ته د ګنیو قلمو او سرو د وېش په اړه راپور ورکړ. سربېره پر دې د ایټالویانو دفتر استازي محمد فهیم د نوې پروژې په اړه وویل، چې د کارمندانو د استخدام بهیر روان دی، او ډېر ژر به په نورګل ولسوالۍ کې چارې پیل شي او په پای کې د نورو مؤسسو، لکه ډي آر سي، استازو هم د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.
د کرنې ریاست متخصصینو د کروندګرو اړوند مهمې غوښتنې او اړین موضوعات غونډې ته وړاندې کړل. په پای کې د غونډې پایله مثبته وارزول شوه، د مؤسسو استازو د فعال ګډون ستاینه وشوه او له هغوی څخه د کرنې سکتور په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وشوه. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

دهلمند ولایت موسی قلعه کې دپنبې د پروسس ماشينونه فعاله او ګټې اخستتې ته وسپارل شول

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، دموسی قلعه ولسوالی کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او دکندهار د کډوالو مؤسسې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان علیشنګ کې د عشر راټولولو عاملینو له روان بهیر څخه څارنه وشوه

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دلغمان د کرنې اوبولګولواومالدارۍ ریاست اړوند دعلیشنګ ولسوالی دعشر راټولولو مدیر قاري سیدجلال الدین ددې ولسوالی اړوند د عشر راټولولو عاملینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجاره لرونکي کروندګر د خپلو عوایدو له ډېرېدو خوشحاله دي  

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت یو شمېر اجاره لرونکي کروندګرو، چې پر خپلو ځمکو یې مالټې او تازه سبزیجات کرلي دي، وايي چې له خپلو کروندو څخه. . .

بازگشت