په لوګر کې د څه باندې ۴۴ زره ډالرو په ارزښت یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۱۳
په لوګر کې د څه باندې ۴۴ زره ډالرو په ارزښت یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د لوګر په محمدآغې ولسوالی کې د څه باندې ۴۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسونې د یو کانال چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر انجنیر نصرالدین بهیج وویل؛ د شاخ قند کانال، چې د محمدآغې ولسوالی اړوند د سفیدسنګ کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې بنسټ مؤسسې په مالي ملاتړ په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، ۱۲۰۰ متره اوږدوالۍ لري.
د نوموړي په خبره؛ د یاد کانال له جوړېدو سره به له یوې خوا سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او په ورته وخت کې به د اوبو له ضایعاتو څخه په ښه توګه مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت