په لومړي ځل له بلخ څخه تاجیکستان ته د کبانو دانه صادره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۳۲
په لومړي ځل له بلخ څخه تاجیکستان ته د کبانو دانه صادره شوه


۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ مُحرَّمُ الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
بلخ کې د خصوصي سکټور له لوري د کبانو خوراکي توکو لومړنۍ صادراتي جوپه تاجیکستان ته صادره شوه. دا ۵۰ ټنه جوپه چې په مزارشريف ښار کې د یوه خصوصي شرکت «مفید ګروپ» له خوا تولید شوې، مسوولین یې وايي، افغانستان يې د کبانو د دانې په برخه کې ځان بساينې ته رسولی او هڅه کوي، چې د خپلو تولیداتو لپاره له هېواده بهر هم مناسب بازار پيدا کړي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس قاري امیر محمد متقي، د بلخ صنایع او کانونو رییس امام الدین سنايي زاده، د مفید ګرپ مسوول محمد افضل افضلي او یوشمېر نورو سیمه ییزو چاروکو کډون درلود.
په دې مناسب جوړو شوو مراسمو کې د بلخ ځايي مسؤلینو وویل، دا صادرات نه یوازې د هېواد اقتصاد ته مثبت اغېز رسوي، بلکې د افغانستان د تولیداتو کیفیت هم نړۍ ته ورپېژني.
چارواکو زیاته کړه، چې اوس مهال کورني تولیدات د نړیوالو معیارونو تر کچې رسېدلي او د صادراتو لپاره يې لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د خصوصي فابریکې مسوول محمد افضل افضلي وویل: «دغه بار وروسته له هغې د کرنې، سوداګرۍ او مالیې وزارتونو په اجازه او همکارۍ صادر شو چې زموږ هېواد د کبانو د خوړو له پلوه ځان بسیا شو. دا د کرنې، صنعت او تولید په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کبانو خوراکي دانه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي. لومړنۍ محموله ۵۰ ټنه ده، خو هڅه کوو چې د کال تر پایه دغه کچه ۲۰۰۰ زره ټنو ته لوړه کړو.»
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، له هېواده بهر ته په لومړي ځل د کبانو دانې له صادراتو هرکلی وکړ او د صادراتو زیاتوالي برخه کې یې صنعتکارانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: « دا ډېره ښه خبره ده چې د کبانو خوراکه نن له افغانستانه بهر ته صادرېږي. تمه ده چې له دې سره به خپله افغانستان کې هم د کبانو په تولید کې زیاتوالی راشي.»
ښاغلی عثماني زیاته کړه: «دا لومړی ځل نه دی، چې له بلخ څخه یوه خصوصي فابریکه خپل تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادروي، بلکې څو ورځې وړاندې یوې بلې کارخونې هم ٢١ ټنه مینځونکي توکي انګلستان هېواد ته په لومړي ځل صادر کړل.»
دغه راز د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ امیر محمد متقي ویلي، چې ورځ تر بلې له دې ولایت څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو کچه زیاتېږي.
دا صادرات نه یوازې د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتورونو د ودې نښه ده، بلکې د افغان بزګرانو او تولیدوونکو لپاره د نویو بازارونو د پرانیستل کېدو زېری هم ګڼل کېږي. دغه نوښت د صادراتو په برخه کې د افغانستان پر زیاتېدونکې وړتیا او سیمه‌ییزو بازارونو ته د لاسرسي ثبوت ګڼل کېږي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت