په درېوو شمالي ولایتونو کې د بدیل معیشت د یوې پروژې درې کلن لاسته راوړنه: پرڅلور زره او ۶۹۰ بزګرانو د صنعتي نباتاتو د تخمونو وېش

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۰:۲۶
دست‌آورد سه ساله‌ی یکی از پروژه‌ی بدیل معیشت در سه ولایت شمالی:
 
۳۱ وږی ۱۳۹۹
د اکټیډ « ACTED» موسسې د «بدیل» پروژه، چې د «UNODC»له خوا تمویلیږي، د بلخ، جوزجان او سمنګان په ولایتونو کې د یادو ولایتونو د کرنې ریاستونو په همغږی، د درېوو کلونو په لړ کې پر څلور زره او ۶۹۰ بزګرانو د روغني نباتانو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي او دغه راز روزنیزې برنامې یې هم په لاره اچولي دي.
دغه راز یاده پروژه د صنعتي نباتاتو د تلپاتې تولید او په دې برخه کې دبازارموندنې په موخه د صنعتي نباتاتو ۱۳ ټولنې هم جوړې کړي دي.
په همدې حال کې، یادو ټولنو ته د صنعتي نباتاتو یا غوړیو اړونده بوټو د غوړیو د پروسس په موخه د پروسس ۱۳ ماشینونه چمتو کول او د دوی په واک کې ورکول؛ د غوړیو اړونده بوټو تولیدوونکو لپاره ددې پروژې نور کارونه دي. په درېوو شمالي ولایتونو کې صنعتي نباتاتو تولیدوونکو سره ددې پروژې نورې مرستې، د صنعتي نباتاتو د تولیدوونکو له خوا د تولید شویو غوړیو د بسته بندی په پار اووه زره او ۲۰۰ درې او پنځه لیټره تش بوتلونو وېشل دي.
د مېرمنو د ملاتړ په موخه، پر ۴۰۰ مېرمنو د چرګانو روزنې اړونده کڅوړې وېشل، پر هرې مېرمنې ۳۰ چرګان، د چرګانو خوراکي توکي د اکټیډ « ACTED» موسسې د «بدیل» پروژې نورې چارې دي. دغو مېرمنو ته د دوی د وړتیاوو لوړولو په پار د یادې پروژې له خوا روزنیزې برنامې هم په لاره اچول شوي دي.
د اوبولګولو په برخه کې؛ د اوبولګولو او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په پآر په جوزجان ولایت کې د اوبولګولو د ۹۱۱ متره کانال بیارغول ددې پروژې کړنې دي.
د شنوخونو د دودولو په برخه کې، ۱۶ شنې خونې جوړول، چې په دغو شنوخونو کې ۴۰۰ مېرمنو ته د سبو د تولید په برخه کې د عملي روزنې برنامې په لاره اچول شوي دي، ددې پروژې نورې کړنې دي.
دغه راز د جوزجان په ولایت کې، د بڼوالۍ په برخه کې، یاده پروژه د انګورو ۱۰۰ جریبه بڼونه بیا رغولي دي.
دغه فعالیتونه، د جوزجان، سمنګان او بلخ ولایتونو د کرنې ریاستونو په همغږی سره د اکټیډ « ACTED» موسسې د «بدیل» پروژې له لارې عملي شوي دي.
ددې پروژې موخه، د قانوني کرکېلي له لارې د مخدره توکو د تولید او مصرف ټیټوالی او دغه راز د تلپاتې کرنیزو فارمونو او کورنیو فارمونو له لارې د بلخ، جوزجان او سمنګان په ولایتونو کې له دې پروژې څخه د برخمن شویو کسانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
یاده پروژه د بلخ، جوزجان او سمنګان په ولایتونو کې د تلپاتې کرنیزو فارمونو له لارې او له کرنیزو فارمونو بهر ددې پروژې د برخمنو کسانو د اقتصادي ودې په موخه همکاري کوي، ترڅو باکیفیت او ارګانیک (عضوي) کرنیز توکي تولید کړي.
دغه چوپړونه، د ځنځیري او صنعتي نباتاو د ارزښت لوړولو، د چرګانو کورني فارمونو جوړول، د اوبولګولو د کانالونو بیارغول، د انګورو بڼونو بیارغول او په شنوخونو کې د سبو د تولید له لارې وړاندې شوي دي.
دغه راز یاده پروژه بزګرانو ته د بسته بندی د توکو د چمتو کولو، د بازارموندنې غونډې او په کرنیزو نندارتونونوکې د ګډون په موخه د اسانتیاوو په برابرولو سره همکارۍ کړي، ترڅو د خپلو محصولاتو ارزښت لوړ کړي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د سیمې د اوسیدونکو د اړتیا او غوښتنې په اساس، ددې ریاست اړوند قدرتي سرچینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو. . .

بازگشت