په جلال آباد کې درې ورځنۍ نړۍوال نندارتون پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۰
په جلال آباد کې درې ورځنۍ نړۍوال نندارتون پیل شو

د صنعت او سوداکرۍ ریاست له لوري د جلال آباد ښار ستاره شرق هوټل کې لومړنۍ درې ورځنۍ نړیوال نندارتون د یوې سترې غونډې په ترڅ کې پيل شو، چې په کې د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي سید عبدالبصیر پاچا، له پلازمېنې کابل څخه راغلي پلاوی، د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو رییسانو او مسؤلینو، د ګاونډي هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو د کار نړۍوالې ادارې استازو، ګڼ شمېر پانګه والو او د خصوصي سکتور مسؤلینو او صنعتکارانو برخه اخیستې وه.
په یاد نندارتون کې ۱۳۲ غرفو کې مختلف توکې ننداري ته اېښودل شوي، چې پدې کې ۳۴ غرفو کې تازه او وچې مېوې، غله جات، شات، زینتي بوټی، بیسکوټ، چرګانو دانه او پروسس شوي محصولاتو هم نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په نندارتون کې اېښودل شویو غرفو او دنورو توکو ترڅنګ د کرنیزو، مالدارۍ او پروسس شوو محصولاتو څخه لیدنه وکړه او دداخلي تولیداتو زیاتوالي او ځان بسیایني ته په نږدې کیدو خوښي وښوده.
نوموړي سوداګرو ته د ستونزو حل او کورني تولیداتو ملاتړ په موخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت