په جلال آباد ښار کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په موخه کمپاین پیل شو
۱۴ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د مالدارۍ امریت ګډ پلاوي د جلال اباد ښار کې د استراګانو خرڅوونکو شرکتونو، استراګانو دکیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه کمپاین پیل کړ.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وویل: «د مالدارۍ امریت ګډون پلاوي ته مو دنده سپارلي چې د استراګانو د کیفیت معلومولو، کانټینرو کنټرول، حفظ الصحي مراعت کولو، تقلبي،قاچاقي او تاریخ تېرو استراګانو کنترول په موخه کمپاین کړي.»
د ننګرهار د کرنې رییس وویل دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.