په بند امیر کې د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۴:۴۶
په بند امیر کې د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په موخه غونډه دائره شوه

٧ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١١ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د بند امير ملي پارک کې سيلانيانو لپاره د لا زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه د کرنې وزارت د مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري او ګرځندوی مرستیال مولوی سعدالدین سعید په شتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچينو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري او ګرځندوی مرستیال مولوی سعدالدین سعید په شتون کې د بند امیر ملي پارک په سیمه کې ګرځندویانو لپاره د لازیاتو اسانتياوو برابرولو او نویو برنامو پلي کولو په موخه خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل، له دې غونډې څخه یې موخه د بند امیر  په سیمه کې د شته نیمګړتیاوو له منځه وړل او د سیلانیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه "بند امیر او شاوخوایې یو لړ ستونزې لري، چې تر اوسه ورته رسېدنه نه دي شوي. ځکه د ګرځندوی او فرهنګ برخه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  پورې اړه لري، موږ دا غونډه د تفاهم له لارې د ستونزو د هواري په موخه جوړه کړې ده، اړتیا ده چې د امیر شاوخوا سیمې زرغونې شي، ځکه اوس وچ دي، حمام، تشنابونه او سړکونه یې جوړ شي، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي. د امارت له مشرتابه سره مو خبرې وکړې، هغوی موافقه وکړه، چې هلته کار وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به هلته د رغنیزې چارې پیل کړو."
همدارنګه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د بند امیر د شاوخوا سیمو پر شنه کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "د امیر بند په شاوخوا کې د ونو کېنول او شنه کولو ته اړتیا ده. او دغه راز ددې پارک  د نورو برخو اړتیاوو ته رسېدنه باید ووشي ځکه هره ورځ زرګونه سیلانیان له هغې څخه لیدنه کوي."
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري او ګرځندوی مرستیال مولوی سعدالدین سعید د کرنې وزارت د دې وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل، چې هره ورځ کورني او بهرني سیلانیان د بندامیر ملي پارک ته ورځي او دستونزو  حل لپاره یې باید کار وشي.
په دې کتنه کې د دواړو وزارتونو سلاکارانو او ريیسانو هم حضور درلود او د بند امیر د کار په موخه د دواړو وزارتونو د ګډې کمیټې د جوړولو په اړه تفاهم ته ورسېدل او رییسان یې مکلف کړل چې خپلې چارې پرمخ یوسي.

جلسه‌ای به منظور فراهم سازی سهولت‌های بیشتر در بند امیر برگزار شد 
۷ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور ایجاد سهولت‌های بیشتر برای گردشگران  در ساحه پارک ملی بند امیر با حضور داشت رهبری وزارت زراعت و  مولوی سعدالدین سعید معین مالی و اداری و گرځندوی (گردشگری) وزارت اطلاعات فرهنگ  در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه به رهبری مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور داشت مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و مولوی سعدالدین سعید معین مالی و اداری و گرځندوی، وزارت اطلاعات و فرهنگ به منظور ایجاد سهولت‌های بیشتر و راه اندازی برنامه های جدید در ساحه پارک ملی بند امیر برگزار شد.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت در این دیدار هدف از برگزاری این نشست را  رفع کمبودات موجود در ساحه بند امیر و ایجاد سهولت‌های بیشتر برای بازدید کننده گان عنوان کرده افزود:" بند امیر و اطراف آن مشکلاتی دارد که هنوز به آن رسیده‌گی نشده، چون بخش گردشگری و فرهنگی آن مربوط وزارت اطلاعات و فرهنگ می‌شود، این جلسه را  دایر کردیم که با تفاهم به مشکلات رسیدگی کنیم، بند امیر نیاز دارد که اطراف آن ساحات سبز گردد چون  فعلآ خشک است، حمام، تشناب  و سرک آن جور شود تا به مردم سهولت فراهم گردد، با رهبری امارت صحبت کردیم موافق به کار و فراهم سازی امکانات در آن می‌باشند و در آینده نزدیک کارهای عمرانی را در آن آغاز می‌کنیم".
همچنان مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت تاکید بر سرسبزی سازی ساحه اطراف بند امیر کرده افزود "نیاز است اطراف بند امیر درخت غرص گردیده و سرسبز گردد و نیز به نیازمندی‌های بخش دیگر آن رسیدگی شود چون روزانه هزاران گردشگر از آن دیدن می‌کند". 
 در همین حال مولوی سعدالدین سعید معین  مالی و اداری و ګرځندوی وزارت اطلاعات و فرهنگ با استقبال از این پیشنهاد وزارت زراعت گفت که گردشگرن داخلی و خارجی روزانه از پارک ملی بندامیر بازدید می‌کنند و باید برای رفع مشکلات آن کار شود.
در  این جلسه مشاوران و روساء هر دو وزارت نیز حضور داشتند و در مورد ایجاد کمیته‌ مشترک هر دو وزارت جهت کار در بند امیر به تفاهم رسیدند و روساء موظف به پیشبرد کار آن شدند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت