پنځو ولایتونو کې بزګرانو څخه د ۲۱ زره او ۴۰۰ متریک ټنه اضافي غنمو د پیرودلو بهیر بشپړشو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۲۹
پنځو ولایتونو کې بزګرانو څخه د ۲۱ زره او ۴۰۰ متریک ټنه اضافي غنمو د پیرودلو بهیر بشپړشو

۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د بلخ، هرات، تخار، کندز او بغلان ولایتونو له کروندګرو څخه د ۲۱ زره او ۴۰۰ متریک ټنه اضافي غنمو د پېرودلو او زېرمه کولو پروسه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
په هغه غونډه کې، چې د غنمو د پېرودلو او زېرمه کولو د چارو د مسؤلینو د راپور اورېدو لپاره جوړه شوې وه، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» وویل: «د غنمو د پېرودلو او زېرمه کولو پروسه په تېرو دوو کلونو کې په بریالیتوب سره عملي شوې او دا پروسه کروندګرو لپاره ګټوره پروسه وه.»
همدارنګه، د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت‌الله حقیار زیاته کړه: «د کروندګرو اضافي غنم په مستقیم ډول له بزګرانو څخه پېرودل شوي او په سیلوګانو کې په غوره ډول زېرمه شوي دي او موږ یې جدي څارنه او ساتنه کوو.»
د یادې پروسې موخه په بازار کې د غنمو د بیې د لوړېدو مخنیوی، د احتکار کنټرول، په کړکېچنو او بېړنیو حالاتو کې یې کارول او د هېواد د خوړو خوندیتوب ډاډمن کول دي.
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کروندګرو اضافي غنم رانیولي او په سیلوګانو او ګدامونو کې یې زېرمه کړي دي.
تېر کال دغه وزارت د کروندګرو څه باندې ۳۸ زره متریک ټنه غنم د یو میلیارد افغانیو په ارزښت پېرودلي او زېرمه کړي وو، خو د روان کال لپاره یادې پروسې ته ۵۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې وه.


روند خریداری ۲۱ هزار و ۴۰۰ متریک تُن گندم مازاد دهاقین از پنج ولایت تکمیل شد
۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
پروسه خریداری و ذخیره‌سازی ۲۱ هزار و ۴۰۰ متریک تُن گندم مازاد دهاقین از ولایت‌های بلخ، هرات، تخار، کندز و بغلان از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان  با موفقیت تکمیل شد.
طی جلسه ‌ای که به منظور استماع گزراش فعالیت مسوولان خریداری و ذخیره گندم برگزار شده بود ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی  و اداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گفت: «پروسه خریداری و ذخیره‌سازی طی دو سال موفقانه اجرا شده و برای دهاقین مفید بوده است.»
همچنین،  مولوی قدرت الله حقیار رئیس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت افزود: «گندم مازاد دهاقین به صورت مستقیم از دهاقین خریداری و به بهترین شکل در سیلوها ذخیره شده است و ما از آن مراقبت جدی می‌کنیم.»
هدف از این خریداری و ذخیره‌سازی، جلوگیری از افزایش قیمت گندم در بازار، کنترل احتکار، استفاده در مواقع بحرانی و اضطراری و تأمین امنیت غذایی کشور اعلام شده است.
براساس حکم  عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان  گندم مازاد دهاقین را خریداری و در سیلوها و گدام‌ها ذخیره‌سازی کرده است.
سال گذشته، این وزارت بیش از ۳۸ هزار متریک تُن گندم مازاد دهاقین را به ارزش یک میلیارد افغانی خریداری و ذخیره کرده بود، اما برای سال جاری بودجه ۵۰۰ میلیون افغانی در نظر گرفته شده بود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

بازگشت