پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۱:۳۱
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې هلې ځلې

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په همدې موخه د کمېټي غړو د یوزباشي سمیې د ۷۱۱ او ۷۱۲ کدستري قطعې ځمکه باندې چې د یوزباشي سيمې پورې تړلی د خپل چاري یی په ترسره کړې دا نوموړې قطعه په کدستري اسنادو کې په نام د سلطاني عامه ثبت ده.  د دې قطعه جربیې اندازه 16,906.35 جریبه په کدسترې اسنادو کې ښودلي د دې ځمکه حدود اربعه یی شمال خواته د باریک آب سین، سويل خواته د کوه صافي ولسوالې املاکي ځمکې (خروټي کلې) ، لمر خاته خواته باریک آب سین او کوه صافی ولسوالي ځمکې (خروټي کلي )، لمر ډوپېدو خواته د کدستر ٥٥٠  کدستري قطعه پرته ده د نوموړو قطعو پوره GPS نقاط واخستل شول او د ټولې ځمکه تشخيص، تفکیک او سرحداتو تعین وشو همدارنګه د پروان ولایت تخنیکي هیت مشر تابه او غړو له غاصبینو سره وکتل او د  غصب باره کې یی ورته وینا وکړه.
د دې قطعو نه ٧٠٠٠ جريبه ځمکه د مهاجرينو ښار ګوټي ته ليږدول شوې ده. او یو څو نمرې هم توزیع شوې دي خو د توضیع شو مالیکینو لخوا د دې قطعو نوره ځمکه هم غصب کړې ده.
چي په نوموړي غصب شوې ځمکه کې د غاصبینو لخوا په کې کورونه ، زراعتي کرونده ، سړه خونه او بعضې سؤ استفاده اشخاصو لخوا پر عامو خلکو باندې ځمکه پلورل یی دي او دغو وکړو له تخنیکي هیت سخه وغښتل چې عدالت تامین شو.
په غونډه، کې دا پریکړه وشو چې د قطی د پشپړه کیدو سره سم پوره راپور له مرکزي کميسيون سره شریک کړي او ورسره په بله سیمه د بګرام ولسوالي د عمل پلان معلوم کولو لپاره له کډسټر مسؤل نه د معلوماتو غوښتنه وکړ.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت