پروان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۹:۵۰
پروان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعیت د څېړلو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د کرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او کارپوهانو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته په رسمې سفر ولاړ.
د دغه سفر په لړ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت د کرنې له رییس مولوي روح الله روحاني او د دغې ادارې له کارکوونکو سره وکتل او د هغوی د دندو او لاسته راوړنو راپور او دغه راز د دوی ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه یې واورېدل او د پروان ولایت د کرنې او مالدارۍ چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه سفر د کروندګرو او مالدارانو د وضعیت څېړلو، د عشر او زکاتو انسجام او راټولولو، د وزارت د خالصه املاکو د عوایدو تنظیمولو، د کرنې او مالدارۍ پراختیا او د طبیعي بوټو او طبیعي سرچینو د ساتنې او خوندیتوب په پار ترسره شوې ده.
په پام کې ده، چې د دغه سفر په لړ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د عشر او زکاتو د راټولولو پرڅرنګوالي، د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او د ځمکې د اجارې پرڅرنګوالي او دغه راز دکرنې اومالدارۍ سکټور او ترڅنګ یې په نورو سکټورونو کې پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې سفر کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د مالدارۍ د خدماتو رییس ايوب احدي، د  اداری رییس قاري محمد اکبر امينی، د مالي او اداري مرستیالۍ سلاکاران مولوي ندا محمد عابد او محمد امین ځواکمل او دکرنې وزارت د بېلابېلو څانګو یو شمېر کار پوهان او کارکوونکي د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي.

 سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت پروان
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رائس یک هیئت متشکل از روئسا و متخصصین وزارت زراعت به منظور بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقان و مالدارن به ولایت پروان سفر کرد.
در جریان این سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت با مولوی روح الله روحانی رییس زراعت ولایت پروان و کارمندان آن ریاست دیدار کرده وگزارش کارکردها و  دستاوردها، مشکلات، پیشنهادات و نظریات شان را استماع نموده و هدایات لازم را جهت بهبود امور زراعت و مالداری در ولایت پروان به مسوولان مربوطه سپرد.
 این سفر به هدف بررسی وضعیت دهاقین و مالداران، انسجام و جمع آوری عشر و زکات، تنظیم عواید جایدادهای خالصه وزارت، انکشاف زراعت و مالداری و حفاظه نباتات طبی  و منابع طبیعی انجام شده است.
قرار است معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان این سفر با مسوولان محلی ولایت دیدار کرده و پیرامون چگونگی جمع آوری عشر و زکات، ‌جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های غصب شده و اجاره دهی آن‌ها و فراهم سازی سهولت سرمایه گذاری برای سرمایه گذران در سکتور زراعت و مالداری و سایر سکتور بحث و گفتگو نماید.
در جریان این سفر معین مالی و اداری  را مولوی مصباح الدین مسعین رییس اطلاعات، اگاهی عامه و سخنگو، ایوب احدی رییس خدمات مالداری، قاری محمد اکبر امینی رییس اداری، مولوی ندا محمد عابد و محمد امین ژواکمل مشاورین معین مالی و اداری و شماری از متخصصین و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت همراهی می کردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت