پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۵۲
پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار هڅې

۱۱ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړی د ننګرهار ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره د تورخم بندر ته ولاړ او هلته یې دکډوالو له وضعیت څخه لیدنه وکړه.
ددې کتنې په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس او د ننګرهار ولایت یوشمېر نورو چارواکو د کرنې وزارت د مالي او ادارې مرستیال ملتیا کوله.
د لیدنې پر مهال دکرنې وزارت مالیې او ادارې مرستیال له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزې او نظریات واورېدل او اړوندو مسوولینو ته د اوداسه ځایونو جوړول، څښاک اوبو برابرول او موقتې سرپناه په ګډون د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په خاطر لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورته وخت کې دکرنې وزارت مالي او ادارې مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د مهاجرینو لپاره د موقتي سرپناه د جوړولو لپاره یو ځای تثبیت شو، چې په پام کې ده د راستنیدونکو کډوالو لپاره په کې موقتي سرپناهونه جوړ شي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال سره د لیدنې پر مهال راستنېدونکو کډوالو دوی ته د اسانتیاوو په برابرولو په پار د افغانستان اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړل.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت د څو څانګو په ګډون یو پلاوی جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تلاش جهت رسیده‌گی به مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان 
۱۱ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت و عضو کمیسون رسیده‌گی به مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان در همراهی با شماری از مسوولان محلی ولایت ننگرهار به بندر تورخم رفته و از وضعیت مهاجرین بازدید کرد. 
در جریان این بازید معین مالی و اداری وزارت زراعت را رئیس عودت و مهاجرین و رئیس زراعت، آبیاری و مالداری و شماری از مسوولان ولایت ننگرهار همراهی می‌کردند.
معین مالی و اداری مشکلات و نظریات مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان را استماع نموده و هدایات لازم را جهت ایجاد سهولت‌های لازم از جمله وضو خانه، آب آشامیدنی و سرپناه موقت را برای مسوولان مربوط سپرد.
در همین حال مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری مکانی را برای ساخت سرپنا‌های موقت برای مهاجرین تثبیت نمود که قرار است در آن ساحه برای مهاجرین بازگشت کننده سرپناه موقت ایجاد گردد.
مهاجرین بازگشت کننده در جریان دیدار با معین مالی و اداری وزارت زراعت از تلاش‌های امارت اسلامی افغانستان جهت ایجاد سهولت برای بازگشت کننده گان قدردانی کرده و ابراز خوشحالی کردند.
مطابق به هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان هیئتی متشکل از چندین اداره امارتی تشکیل گردیده است تا سهولت‌های لازم را برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان ایجاد نماید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت