هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۰:۵۲
هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په پار هڅې

۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د دغه وزارت د کاري لومړیتوبونو د تشریح په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ او د کندز د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رييس مولوي مصباح الدين مستعین، د کندوز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن، د وزارت دمقام سلاکار ميرويس خوګياڼي او د کندوز د کرنې رياست کارکوونکو ګډون کړى و.
د غونډې په پيل کې د کندوز د کرنې رييس د دغه رياست د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل:«زموږ دوه کلن لاسته راوړنې د جمهوريت په پرتله ډېرې لوړې دي، موږ په يو کال کې ٢١٠ ميليونه افغانۍ راټول او دولت ته مو سپارلې، زرګونه جریبه غصب شوي ځمکې مو بېرته راګرځولي، سلګونه جریبه ځنګلونه مو خوندي او اصلاح شوي تخمونه مو وېشلي دي او ترڅنګ یې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بریالی ؤ. موږ یوشمېر ستونزې هم لرو سړې خونې نه لرو باید د زون په کچه سړې خونې جوړې شي، د محصولاتو د پروسس مرکز جوړ شي،  وریجو ننداریزې کروندې دې جوړ او موږ ته دې لایزر لېول زمینه برابره شي.»
ورپسې د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین وینا وکړه او زیاته یې کړه: «امارت د سرچینو له کمښت سره سره خلکو ته د اسانتیاوو د راوستلو لپاره په هره برخه کې پلانونه او پروګرامونه لري. د نظام د رهبرۍ او د کرنې وزارت اراده دا ده چې له هرې ممکنه لارې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او په غوره توګه خدمات وړاندې کړي، ځکه ولس په هر ډول حالاتو کې له امارتي ځواکونو سره همکاري کړې او د امارت نه بېلېدونکې غړي دي، د دوی د ژوند د ښه والي لپاره باید کار وشي.»
ورپسې دکرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «هڅه وکړئ چې کروندګر عصري کرکیلې ته وهڅوئ، د څاڅکې اوبوخور، د کتار په بڼه کرکېله، د څارویو د نسل بدلولو، د ننداریزو کروندو جوړول، د نباتاتو د آفتونو مخنیوي کولای شي، چې بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وکړي، هڅه وکړئ چې خلک دې کارونو ته وهڅوئ ترڅو حاصلات یې ډېر شي.»

تلاش‌جهت انکشاف زراعت و مالداری در کشور 
۴ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
ه‍یئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور تشریح اولویت‌های کاری آن وزارت جهت رشد و انکشاف زراعت و مالداری به ولایت کندز سفر کرده و با کارمندان زراعت کندز دیدار کردند.
در این جلسه مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، مولوی امان الله حسن رئیس زراعت کندز، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت و کارمندان ریاست زراعت کندز حضور داشتند. 
در آغاز مجلس رئیس زراعت کندز در مورد فعالیت‌های این اداره صحبت نموده گفت«دستاوردهای دو ساله ما نسبت به جمهوریت خیلی زیاد است، ۲۱۰ ملیون افغانی در یک سال جمع آوری و به دولت تحویل کردیم، هزاران جریب زمین را استرداد کردیم،  صدها جریب جنگل را حفاظت کردیم، تخم اصلاح شده توزیع کردیم و در مبارزه با ملخ موفق بودیم. مشکلاتی داریم  سرد خانه نداریم باید به سطح زون سردخانه جور شود‌، مرکز پروسس محصولات جور شود، احداث قطعات نمایشی برنج شود، لایزرلیول برای ما داده شود‌".
پس از آن مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت به ایراد سخن پرداخته علاوه کرد «امارت در هر بخش پلان و برنامه دارد که به مردم سهولت بیاورد، با وجود امکانات کم اراده رهبری نظام و وزارت زراعت به این است به هر طریق ممکن به مردم سهولت بیاورد و عرضه خدمات کند. چون مردم در هر شرایط با نیروهای امارت همگام و همکار بوده اند و عضو جداناپذیر از امارت می‌باشند باید برای بهبود زندگی آن ها کار شود"
بعد از آن میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت صحبت نموده افزود"کوشش کنید دهقانان را به زراعت عصری تشویق کنید، آبیاری قطره‌ای، کشت به طریق قطار، تغییر نسل حیوانات، احداث قطعات نمایشی، جلوگیری از آلوده شدن نباتات به آفات می‌تواند دهقانان و مالداران را کمک کند، کوشش کنید مردم را به این موارد تشویق کنید تا حاصلات شان افزایش رونما شود".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت