هېواد ته د معیاري کیمیاوي سرې پر واردولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۵:۴۵
هېواد ته د معیاري کیمیاوي سرې پر واردولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کیمیاوي سرې د تخنیکي کمېټې د غونډې په ترڅ کې هېواد ته د لوړ کیفیت کیمیاوي سرې پر واردولو ټینګار وکړ.
د مولوي صدراعظم عثماني په خبره، د کیمیاوي سرو ځینې واردونکي شرکتونه ټیټ کیفیت لرونکي سرې واردوي او یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي، سوداګر باید هم خپله ګټه او د بزګر ګټه دواړه په پام کې ونیسي.
مولوي صدراعظم عثماني زیاته کړه: «کیمیاوي سرې باید لومړی په لابراتوار کې تحلیل او تجزیه شي او بیا د واردولو اجازه ورته ورکړل شي او له دې وروسته هغه سرې چې کروندګرو ته زیان رسوي باید هیواد ته وارد نه شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې هېواد ته د ټیټ کیفیته کیمیاوي سرې د واردولو مخه ونیسي او واردونکي شرکتونه دې ته وهڅوي چې متقابلې ګټې په پام کې ونیسي.

تاکید معین زراعت و مالداری بر واردات کودهای کیمیاوی معیاری به کشور
۱۵ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در  جریان جلسه کمیته تخنیکی کودهای کیمیاوی تاکید بر وارد نمودن کودهای کیمیاویمعیاری و با کیفیت به کشور کرد.
به گفته مولوی صدراعظم عثمانی، بعضی از شرکت‌های وارداتی کودکیمیای، کودهای بی‌کیفیت را وارد می‌کند و تنها منافع شخصی خود را در نظر می‌گیرند، تاجران باید هم منفعت خود و هم فایده دهقان را در نظر بگیرند.
مولوی صدراعظم عثمانی افزود" باید در نخست بالای کودهای کیمیاوی تجزیه و تحلیل در لابرتوار صورت گیرد و پس از آن اجازه واردات به آن  داده شود و پس از این  نباید کودهای که به ضرر دهاقین باشد به کشور وارد گردد".
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌نماید تا از واردات کودهای کیمیاوی بی‌کیفیت در کشور جلوگیری و شرکت های وارداتی  را ترغیب به  در نظر گیری منفعت دوطرفه می نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت