هډې فارم کې د چرګانو یوه مجهز فارم جوړېدو چارې روانې دي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۲۴
هډې فارم کې د چرګانو یوه مجهز فارم جوړېدو چارې روانې دي 

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له نږدې پنځه لسیزو، د هډې فارم دویم بلاک کې د چرګانو یو مجهز فارم جوړېږي، چې چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي. یاد فارم د انصاف کوثر په نوم د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند یو قراردادي کرنیز شرکت، په څه‌باندې ۱۵ جریبه ځمکه جوړ کړی دی.
مسؤلین وايي چې دا ځمکه پخوا خراب، بلندابه او کندې وې، خو د چرګانو د صنعت پراختیا، د غوښې او هګیو د تولید زیاتوالي او سیمه‌ییزو کاروبارونو ته د ودې ورکولو په موخه، دغه فارم رغول شوی دی.  
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسؤلین وایي چې یاد فارم به په سیمه‌ییز اقتصاد کې مثبت اغېز ولري او د خلکو لپاره به د کار زمینې برابرې کړي. همداراز، د فارم د مسؤلینو په وینا، د فارم د بشپړ فعالېدو لپاره، چټک کار روان دی او ډېر ژر به فارم ته چرګان او چورګوړي راوړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په همدې هډې فارم کې حبیب حسام په نوم یو پولټري کمپلیکس هم فعال کړی، چې د ټول افغانستان په کچه د چرګانو، چوړګوړو، هګیو، دانې او نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت