هلمند کې ۶۲ مالدارانو ته د شېدو راټولولو کيټونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۴۷
هلمند کې ۶۲ مالدارانو ته د شېدو راټولولو کيټونه ووېشل شول

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د «ډي،سي،اې» مؤسسې په همکارۍ،۶۲ مالدارانو ته د شېدو راټولولو معياري کيټونه ووېشل.
په هر کيټ کې یو د شېدو د انتقال ډرم، یو د شېدو لوشلو ستل او یوه ۱۰ کیلوګرامه منرالي خښته شامله وه. یادې مرستې د دې لپاره دي، چې مالداران وکولای شي خپلې شیدې په پاکو او معیاري لوښو کې ولوشي او د شېدو ټولولو مرکزونو ته یې انتقال کړي.
په دې سره به له یوې خوا د شېدو مصرفوونکو ته پاکې او خوندي شیدې ورسېږي، او له بلې خوا به مالداران د شېدو د ساتنې او انتقال په معیاري طریقو بلد شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت