هلمند کې یوشمېر بزګرو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکول شو 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۱۷
هلمند کې یوشمېر بزګرو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکول شو 

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنيزو چارو آمريت اړوند د بوټې ساتنې  فني کارمندانو لخوا، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په په ګډون، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، کرشک، مارجې، خانشين او کجکي ولسوالیو کې  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د وقایې په موخه فنکس وژونکي ویتاواکس يا تیرام د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی ورکول شو.
په دی پروګرام کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق چې يوه فنکسي ناروغي ده او  د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي کروندو ته سخت زیان رسوي چې له امله یې د ۱۵څخه تر۴۰ سلنې پورې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي.
په همدې موخه کرونده ګرو ته د یادو ناروغیو مخنیوی په اړه لازمې سپارښتنې او لارې چارې وښودل شوې.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیا لوړول او په دې ولایت کې د نباتي ناروغیو کنټرول او کچې ټیټول دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت