هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۷:۵۱
هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول


۸ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د دیشو او بهرامچې  کروندګرو ته د غنمو، جوارو او مالوچو د ښې روزنې او نباتي افاتو د مخنیوی په هکله عملي او نظري روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دیشو او بهرامچې  کروندګرو ته د غنمو، جوارو او مالوچو د ښې روزنې او نباتي افاتو د مخنیوی په هکله عملي او نظري روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې یادو بزګرانو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د هلمند دکرنې ریاست ددې ولایت د کرنیزو توکو د اصلاح او پیاوړتیا او دغه راز د کروندګرو او بېوزله کورنیو د لاسنیوی په موخه بېلابېلې برنامې په لاره اچوي تر څو کروندګر مشروع کرکېلي ته مخه کړي او له دې لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.
دغه روز نیز پروګرام په دې ولایت کې د بوټو د افتونو د هر اړخیز کنټرول په موخه په لاره اچول شوې وه.
دکرنې ریاست کارکوونکو له خوا نوموړو بزګرو ته په خپل سر د کیمیاوي درملو د کارونې د زیانونو او د کیمیاوي سرو د استعمال تر څنګ د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه فني او مسلکي مشورې ورکول شوې.
پر همدې مهال د سیمې بزګرو د هلمند د کرنې ریاست له کار کوونکو وغوښتل، چې دوی ته دې کرنیز پراختیایي پروګرامونه پلي شي، وخت پر وخت یې باید له کښتونو لیدنې وشي او د نباتاتو ښې روزنې په اړه  ورته فني او مسلکي مشورې ورکول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت