هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۴۹
هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی لړۍ پیل شوی دی.
ددې ترڅنګ د عامه پوهاوی په دې لړۍ  کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي، چې له امله یې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي. همدارنګه د یوریا سرې څخه د جوړې شوې سپرې او لایلم سفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو د  جوړولو او کارولو  په اړه بزګرو ته سپارښتنې او لارې چارې ښودل کېږي.
دیادو زده کړو په ترڅ کې به د بزګرو د کرنیزو حاصلاتو په سالمه روزنه، ناروغیو مخنیوی او حاصلاتو په ډېرښت کې د پام وړ بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت