هلمند کې سږ څه باندې څلور زره غواوې مصنوعي القاح شوي دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۰:۵۶
پکتیکا کې پر ۵۲ ښوونکو شیدې ورکوونکې غواوې ووېشل شوې
 
۲۰ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې روان کال په دې ولایت کې د غواوو د ښه نسل د تولید په پار څلور زره او ۱۵۰غواوې مصنوعي القاح شوي دي، چې ۹۵ سلنه یې ښه پایله ورکوي.
دغه چارې ددې ولایت مالدارانو او سوداګرو ته د کاروبار ښه زمینه برابره کړې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي، د هلمند ولایت په کچه د مصنوعي القاح ۱۴ سیمه ییز اسټیشنونه شتون لري، چې په روان کال کې یې زرګونهغواوې مصنوعي القاح کړي دي.
ښاغلي الکو زیاته کړه، چې د هلمند د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د مصنوعي القاح د سیمه ییزو اسټیشنونو شمېر زیات شي. هغه وویل «د هلمند ولایت په کچه د مصنوعي القاح ۱۴ اسټیشنونه شتون لري، مالدارانو ته د لازیاتو چوپړونو د وړاندې کولو په پار غواړو چې دغه شمېر لوړ کړو.»
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د مالدارۍ د ودې او پراختیا او د غواوو د نسلونو د اصلاح په پار په دې ولایت کې د مصنوعي القاح مرکز هم جوړیږي، چې د رغولو چارې یې په بشپړېدو دي.
دغه مرکز به د هلمند ولایت د مالدارانو د مالونو د مصنوعي القاح په پار وکارول شي.
مصنوعي القاح د څارویو د نسل د اصلاح، غوره تولید او په څارویو کې د ناروغیو د کنټرول غوره لار ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت