هلمند کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد درمل پلي کېږي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۰
هلمند کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد درمل پلي کېږي 

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ دمرکز لښکرګاه په کډون په اتو ولسوالیو کې د ځایي مالدارانو څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چاري پیل شوې.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه حیواني درمل د لښکرګاه ښار په ګډون د باباجي، ګرشک، سنګین، کجکي، خانشین، نادعلي، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې ۳۰ زره او ۹۰۰ وړو او لویو شخوند وهونکو څارویو ته تطبیقیږي، چې له مخې به یې په دغو څارویو کې د مړینې کچه راټیټه شي.
د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو، چینجیو له منځه وړلو،  د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې کموالی او د مالدارانو د عاید لوړوالې په موخه ورکول کېږي.  
باید وویل شي، چې په څارویو کې چینجي کولی شي د حیواناتو بدن کمزوری کړي، غذایي مواد وکاروي او ډول ډول ناروغۍ رامنځته کړي، د چینجیو ضد درمل د دې ستونزو مخه نیسي او د څارویو روغتیا ساتي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۲
Background image

د کندهار ژړۍ کې د اوبو رسولو کانال چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادارې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

هلمند کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد درمل پلي کېږي 

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ دمرکز لښکرګاه په کډون په اتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

فراه کې څلور چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د فراه ولایت د پشت رود او خاک سفید په ولسوالیو کې د څلورو چک‌ډیمونو، ۵۱ زره او ۱۹۳ ترنچونو او درې. . .

بازگشت