هلمند کې زرګونه بزګران روزل کېږي 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۱:۱۸
هلمند کې زرګونه بزګران روزل کېږي 

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نادعلي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د جک مؤسسې په تخنيکي همکارۍ ددې ولسوالی شپږ زره بزګرانو ته د کرنې په بېلابېلو برخو کې د زده کړې زمینه برابره کړي ده، چې ددې پروسې په لړ کې یوشمېر بزګرانو ته د غنمو د کښتونو د ښې روزنې او پالنې په موخه روزنه ورکړل شوه.
 دزده کړو دغه لړۍ هغو بزګرو ته په لاره اچول شوې ده چې څه وخت وړاندې ورته د همدې مؤسسې په مالي مرسته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو بزګرو ته د غنمو کښتونو کې د اوبو لګونې، نباتي ناروغیو او بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.
بلخوا دهلمند ولایتد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سینګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د جک مؤسسې په مالي همکارئ ، ۱۵۰تنه بزګرو ته دغنمو د کښتونو ښې روزنې او پالنې په موخه روزنه ورکړل شوی دی. 
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو بزګرو ته د غنمو د کښتونو لپاره د اړتیا وړ اوبو لګونې ، نباتي ناروغیو او بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي بزګرانو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې هم د یادو روزنیزو برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت