هلمند کې د کرنې ریاست کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۵:۵۵
هلمند کې د کرنې ریاست کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

۱۰ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست آمرینو مدیرانو او مامورینو ته د ادارې او مدیریت بنسټیزو زده کړو تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ پروګرام په لاره واچول شوه.
دغه روزنیز پروګرام د هلمند ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر مسؤلینو له لوري په لاره اچول شوی دی، چې د کرنې ریاست نږدې سلو تنو مرکزي کارمندانو ته به په همدې ریاست کې زده کړې ورکړل شي.
په یاد روزنیز پروګرام کې به ددرو ورځو په جریان کې د ادارې اساسات او مدیریت، پلان جوړونه، راپورلیکنه او د وخت مدیریت په برخو کې اړونده کارکؤنکو ته معلومات وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت