هلمند کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په پار د سروې لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۴۹
هلمند کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په پار د سروې لړۍ پیل شو

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیت دکرنیزو ځمکو د اصلاح رییس مولوی شېرمحمد حاتمې په مشرۍ ګډو تخنیکي پلاوی هلمند ته دخپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په موخه د هغو زابرانو چې د کلونو راهیسې نه دي پاک شوي د بیا رغونې او پاکولو په موخه د سروې لړۍ پیل کړی دی.
یاد پلاوي د هلمند ولایت نادعلي او باباجي ولسواليو ته سفرونه وکړل ترڅو د یادو ولسوالیو په ګډون د ګڼو نورو ولسوالیو دځمکو د اصلاح او د زابرانو د پاکولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره کړي. 
د کرنیزو ځمکو د اصلاح رییس مولوي شیرمحمد حاتمي د یادې سروې پر مهال وویل: «داچې د هلمند ولایت د ځمکو  د اصلاح او زابرانو پاک کارۍ په برخه کې د کرنې وزارت لخوا  پراختیایي بودیجه ځانګړې شوې ده، په همدې موخه غواړو چې راتلونکي کې نوموړې سیمې بیا ورغول شي او دځمکو د حاصلاتو ظرفیت لوړونې او اوبولګولو په برخه کی به ورسره ځانګړي اصلاحات رامنځته شي.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت