هلمند کې د کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۰
هلمند کې د کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د ځنځیري ارزښت مؤسسې په مالي ملاتړ، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې، د هلمند، کندهار، نیمروز، هرات، جلال اباد او مزار شریف ولایتونو د کرنیزو او د څآرویو تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ پراخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر احمد محب، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت، د پلان او برنامو مدیر قاري شفیق الله مبین، د ځنځیري ارزښت مؤسسې مسؤل شاکرالله نشاط او د مختلفو ولایتونو د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو شرکتونو مسؤلینو، بزګرو او مالدارانو ګډون درلود.
د ځنځیري ارزښت مؤسسې مسؤل شاکرالله نشاط د ناستې په اړه وویل چې د دې غونډې موخه په یادو ولایتونو کې د کرنیزو او مالداري محصولاتو پېژندنه، د تولیدي شرکتونو او کاروباریانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او محصولاتو ته د بازار موندنې زمینه برابرول دي. نوموړي زیاته کړه چې شرکتونو د خپلو تولیداتو نمونې هم نندارې ته وړاندې کړې ترڅو د پېر او پلور په اړه قراردادونه ترسره شي.
د کرنې ریاست د پلان او برنامو مدیر قاري شفیق الله مبین هم ګډونوالو ته وویل چې د ځنځیري ارزښت مؤسسې له بزګرانو او مالدارانو سره په کرنیزو چارو او بازار موندنه کې هراړخیزې مرستې کړي دي، ترڅو د کروندګرو حاصلات زیات او بازارموندنه یې ښه شي.
په ناسته کې د کرنیزو تولیداتو دوو استازو، خلیفه حاجي عزیز خان او سیف الرحمن، د اسلامي امارت او کرنې ریاست څخه مننه وکړه او وویل چې دا ډول غونډې د وطني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې مهم رول لري. دوی له مسؤلینو وغوښتل چې د دوی د تولیداتو لپاره په راتلونکي کې هم هڅې وشي ترڅو په مناسب قیمت وپلورل شي.
د غونډې په پای کې د کرنیزو او مالداري شرکتونو ترمنځ د محصولاتو د پېر او پلور یو شمېر تړونونه هم لاسلیک شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت