هلمند کې د کب روزنې پنځه فارمونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۳:۱۱
هلمند کې د کب روزنې پنځه فارمونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کب روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېریږي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا هم زیاته شوې ده. د چارواکو په خبره د هلمند نهرسراج کې د خصوصي سکټور له خوا د کب روزنې پنځه بابه نوي فارمونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هلمند دکرنې ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر فارمونه هم رغول شوي، دي چې یادو فارمونو  کې د کبانو ښه نسلونه روزل کېږي او د کب روزنې په برخه کې د بزګرو او خلکو د عملي او نظري زده کړو په موخه ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست په دې ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار ډېرې هلې ځلې کوي او یوشمېر کسانو ته یې په دې برخه کې د روزنې ترڅنګ د بېلابېلو اړینو توکو ویشلو زمینه هم برابره کړې ده. 
دیادولو وړ ده، چې هلمند کې دامهال نږدې ۳۰۰۰ د کبانو  روزنې فارمونه شتون لري، چې له یادو فارمونو څخه تېرکال شاوخوا ۷۰ ټنه کبان تولید شوي دي، دغه کبان د هلمند ترڅنګ  کندهار، فراه، هرات، نیمرزو او کابل ته هم لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت