هلمند کې د کب روزنې فارمونو ته د کبانو خوراک او اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۴۵
هلمند کې د کب روزنې فارمونو ته د کبانو خوراک او اړین توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د کب روزنې د فارمونو د پیاوړتیا په موخه ګڼو فارم لرونکو ته د کبانو خوراکه او اړین توکي ووېشل شول. ددغو توکو به وېش غونډه کې د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او د ادارې یو شمېر نورو کارکوونکو هم حضور درلود.
په دې پروسه کې ۲۴ هغه فارمونه چې له دې ادارې سره ثبت دي، د درېیو ورځو په موده کې د زده کړو ترڅنګ، د کیټونو او د کبانو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه، چې په ترڅ کې یې هر فارم ته ۷ بوجۍ د کبانو خوراکه او اړوند مهم توکي ورکړل شول.
دغه مرستې د ځنځیري ارزښت مؤسسې په مالي ملاتړ چمتو شوې وې، چې په هلمند کې به د کب روزنې د فارمونو په ښه‌والي او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت