هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۱
هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړېږي او ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده. 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور د کب روزنې د یو شرکت له لوري شاوخوا ۴۸ زره د کبانو بچي د روزنې په موخه هلمند ته را انتقال شوي وو چې د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسؤلینو د لارښؤنې سره سم فارمونو ته واچول شول.
یاد کبان تر خوشې کېدو مخکې، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت د مسلکي کارکوونکو له خوا روغتیايي معاینات او د نسل ارزونه پرې ترسره شوه، څو د ناروغیو مخنیوی وشي او د سالم نسل وده یقیني شي.
دکب روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارمندانو د مسلکي لارښؤنو مطابق له وړاندې رغول شوي دي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا هڅې د کب روزنې صنعت د ودې او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، او تمه ده چې په راتلونکې کې به د کبانو تولید زیات او پر بازار مثبته اغېزه ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت