هلمند کې د کب روزنې سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۳۵ زره بچې روزل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۴
هلمند کې د کب روزنې سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۳۵ زره بچې روزل کېږي

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړېږي او ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده. 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون د لسو ولسوالیو د کب روزنې ۸۰ فارم لرونکو سره یې د کبانو د بچیو مرسته کړې ده.
د چارواکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست ددې ولایت په مرکز لښکرګاه ، مارجې، نادعلي، ګرشک، باباجي، نوزاد، نهرسراج، موسیکلا ، ناوې او کجکي ولسوالیو کې ۸۰ فارم لرونکو ته په وړتیا ډول په ټولیزه توګه د کبانو ۳۵ زره بچي په واک کې ورکړي دي، ترڅو د هلمند دکرنې ریاست د کارکوونکو د لارښوونو مطابق یې په خپلو فارمونو کې وروزي.
دکب روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارئۍ او حیواني روغتیا آمریت کارمندانو د مسلکي لارښؤنو مطابق له وړاندې رغول شوي دي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت