هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سلاکار انجنیر اسدالله حقیار په شتون کې، په دې ولایت کې د چرګانو پالنې د شرکتونو له چارواکو، د چرګانو د سپلایي مسؤلینو او د اړوندې اتحادیې د استازو په ګډون مشورتي ناسته وکړه.
یاده غونډه ددې لپاره ترسره شوه، تر څو د چرګانو د سکتور روان وضعیت و ارزول شي، د خصوصي سکتور ستونزې واورېدل شي او د دوامدارې همغږۍ له لارې د حل عملي لارې چارې وموندل شي.
د غونډې په پیل کې د هلمند دکرنې رییس وویل، چې د اسلامي امارت ټول مسؤلین د ولس خادمان دي او د خوار او غریب ولس د ستونزو حل خپل شرعي او ملي مسؤلیت بولي. نوموړي ټینګار وکړ چې د کرنې او مالدارۍ وده د ټولنې د اقتصادي پیاوړتیا مهم اساس دی او حکومت ژمن دی، چې د خصوصي سکتور مشروع فعالیتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه، چې موږ مکلف یو د الله تعالی ج د قانون او د نبي کریم ﷺ د سنتو پابند واوسو، ځکه چې په همدې کې د دنیا او آخرت بری نغښتی دی. نوموړي د نړۍ د تولیدي سیستمونو بېلګه ورکړه او ویې ویل: «لکه څنګه چې هر شرکت د خپل تولید لپاره ځانګړی لارښود (کتلاک) لري او که د هغه خلاف عمل وشي، محصول مطلوبه پایله نه ورکوي، همداسې الله تعالی موږ ته قرآن کریم را استولی دی، چې د ژوند ټول اصول پکې بیان شوي او له هغه پرته عمل تاوان لري.»
په غونډه کې د چرګانو د خصوصي سکتور استازو خپلې اقتصادي، تخنیکي او بازارموندنې ستونزې له مشرتابه سره شریکې کړې. د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي پر یادو ستونزو هر اړخیز بحث وکړ او د حل لپاره یې عملي مشورې او لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
نوموړي په ځانګړې توګه پر دې ټینګار وکړ چې ناسالم رقابت د بازار د بې‌ثباتۍ، د نرخونو د خرابېدو او د ولس د زیان سبب ګرځي، نو ځکه باید ټول تجاران سالم رقابت ته ژمن پاتې شي، تر څو هم د سوداګرو ګټه خوندي شي او هم ولس ته معیاري او ارزانه تولیدات ورسېږي.
همدارنګه د هلمند دکرنې رییس څرګنده کړه، چې د حکومت په ملاتړ، همغږۍ او ګډو هڅو سره به هلمند ولایت د چرګانو د تولید په برخه کې ځان‌بساینې ته ورسېږي او پر وارداتي محصولاتو به اتکا کمه شي.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو د ستونزو د دوامدار تعقیب او حل لپاره یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه، تر څو د چرګانو د سکتور د تنظیم، د بازار د ثبات او د ولس د ګټې لپاره یوه جامع، عملي او دوامداره طرحه جوړه کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت