هلمند کې د چرګانو درملو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
هلمند کې د چرګانو درملو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي ټیم له خوا د بولان او ناوې پر لویه لاره د چرګانو درمل پلورونکو څخه نظارت او څارنه تر سره شوه.
دیادې څارنې پر مهال د چرګانو د درملو پلورنځیو دکار جوازونه هم وکتل شول، هغو کسانو ته چې د جواز وخت یې تېر ؤ ورته سپارښتنه وشوه، چې خپل کاري جوازونه نوي کړي او دغه راز په دغه سیمه کې د چرګانو د درملو هغه هټۍ وټړل شوې، چې دکرني وزارت د طرزالعمل خلاف یې فعالیت ترسره کول.
ددې ترڅنګ د یادو درمل پلورنځیو څخه یوه اندازه تاریخ تېر درمل هم راټول او ضبط  شوي دي، په ورته وخت کې د سیمې هټیوالو ته د هلمند دکرنې ریاست اړونده مسؤلینو له لوري لازمې سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت