هلمند کې د چرګانو دانې جوړولو فابریکې څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۱۷
هلمند کې د چرګانو دانې جوړولو فابریکې څخه څارنه وشوه

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د چرګانو فارم لرونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ د چرګانو د دانې جوړولو فابریکه جوړه کړې، چې د یادې فابریکې د معیاري فعالیتونو د ارزونې په موخه له دې فابریکې څخه څارنه وشوه.
د هلمند دکرنې ریاست او د اړوندو ادارو پلاوي له دې فابریکې څخه دلیدنې په ترڅ کې د نوموړې فابریکې مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې او ترڅنګ یې د کرنې ادارې لخوا ورسره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړل شو. 
دیادولو وړ ده، چې هلمند کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د خصوصي سکټور پانګوالو ته په ګڼو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي ترڅو دوی وهڅېږي، چې په خپل ولایت کې پانګونه وکړي او له لارې یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت