هلمند کې د څړځایونو او ناورونو د نظارت کمېټه جوړه شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۷:۳۰
هلمند کې د څړځایونو او ناورونو د نظارت کمېټه جوړه شوه

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
هلمند چې، پراخې دښتې او ریګي سیمې لري، له پیړیو راهیسې په یادو سیمو کې د باراني اوبو د مهارولو او د اوبو ذخیره کیدلو په موخه ناورونه جوړ شوي دي، چې د څو لسیزو راهیسې یاد ناورونه د تخریب، ډکېدو او یا هم د له منځه تلو په حالت کې دي .
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې وزارت په پراختیایي بودیجه د۳۵ ناورونو سروې مخکې ترسره شوې ده او دامهال په  پلان کې ده ترڅو یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا ورغول شي، چې په رغېدو سره به یې په  یادو سیمو کې د باران اوبه مهار شي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
په همدې موخه د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  چارواکو د ریګ روان قومي مشرانو او متنفذینو سره د 35ناورونو رغولو د کارونو پیل او ارزونې په پار کمېټه جوړه کړه، چې د ناورونو او څړځایونو د بیارغونې پروژې څخه نظارت او یاده پروژه په سمه توګه پلي کړي.
د سیمې قومي مشرانو د یادې پروژې پیل څخه خوښي وښودل او ډاډ یې ور کړ چې د چارو له پیل څخه تر پایه پورې به د ولسونو ملاتړ ورسره وي او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت