هلمند کې د ځنګلونو او څړځایونو خوندیتوب او پراختیا په پار هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۴:۴۹
هلمند کې د ځنګلونو او څړځایونو خوندیتوب او پراختیا په پار هلې ځلې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  لخوا په خانشین ولسوالی کې د ځنګلونو او څړځایونو د وضعیت ارزونې په موخه د ولایت د مقام په حکم یو ګډ پلاوی ته دنده سپارل شوې وه ترڅو نوموړې ولسوالی ته سفر وکړي او هلته د یادو سیمو څخه له نږدې لیدنې او ارزونې ترسره کړي.
په همدې موخه ګډ پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې ریاست، چاپېریال ساتنې ریاست، د اړونده ولسوالی استازی او د ولسوالی د کرنې استازي شامل وو په نوموړې ولسوالی کې له ګڼو څړځایونو او ځنګلي ځمکو لیدنه او ارزونه وکړه. 
د یادو ارزونو په ترڅ کې څرګنده شوه، چې د سیمې د اوسیدونکو لخوا په پراخه کچه ځنګلونه او څړځایونه غصب او په کرنیزو ځمکو اړول شوي دي. 
یاد پلاوی په سیمه کې له مسؤلینو او سیمییزو خلکو سره لیدنې وکړې، د ځنګلو او ځړځایونو ارزښت او د هغو د غصب او په کرنیزو ځمکو اړولو په برخه کې یې قوانین او لوایح ورته تشریح کړل، همدارنګه یې د نوو تصرفاتو د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت