هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۰مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۲۶
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۰مه نوبتي غونډه دائره شوه 

۶ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۰مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦٠مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه
په یاده غونډه کې د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون څخه راغلي موضوعات ولوستل شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې. ددې ترڅنګ د تخنیکي پلاوي لخوا د ځمکو اړوند د ٧ موضوعاتو ترتیب شوي راپورونه مطالعه ، تحلیل او وارزول او وروسته له لاسلیک څخه د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون ته لېږدولو ته چمتو شول.
د خپل منځي ناستې څخه وروسته تخنیکي پلاوی له ګڼو سیو او اما/ر/تي ځمکو لیدنې او ارزونې وکړې، د یادو لیدنو په ترڅ کې تخنیکي پلاوي د لښکرګاه ښار اړوند د بولان په سیمه کې د سوداګریزو مارکیټونو د رغولو نوي کارونه د اسنادو او سوابقو تر ارزونې پورې معطل کړل.
ددې تر څنګ نوموړي پلاوي د لښکرګاه ښار اړوند لسمې حوزې په سیمه کې د لسګونه جریبه ځمکې د غصب مخنیوی په موخه اړوندو امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او هلته یې د هر ډول تصرفاتو او نوو ابادیو مخه ونیول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت