هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه
۱ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۱۲ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ دهلمند ولایت د استخباراتو ریاست رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال الحاج ملا اغاولي نوراني، د کور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمدمعتصم، د سرحدونو او قومونو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، د هلمند مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د ولایت مقام سره د ګډ مجلس پر هغو موضوعاتو بحث او خبرې و شوې، چې تېره ورځ ورباندې بحث او خبرې اترې شوې وې.
همدارنګه په یاده ناسته کې له مرکز څخه راغلي ٧ قطعې مکاتیب چې په یو شمېر موضوعاتو کې تخنیکي پلاوي ته لازمې سپارښتنې شوې وې ولوستل شول، چې د یادو مکتوبو د هدایتونو او سپارښتنو مطابق یې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
ددې ترڅنګ په دغه ناسته کې د سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوټي په محدوداتو کې پر یو شمېر ځمکو د اشخاصو او افرادو لخوا د کارونو ترسره کولو موضوع تر بحث لاندې ونیول شول، په یاده برخه کې د تخنیکي پلاوي د ارزونې راپور ولوستل شو او په اړه یې مربوطه مسؤلینو ته د وروستیو کړنو په اړه سپارښتنې وشوې.
همدارنګه په دغه ناسته کې د برېښنا مامورینو د ښارګوټي په اړه د ارزونې ترتیب شوي راپور ولوستل شو تر بحث وروسته د ګډ پلاوي لخوا د څېړنو ترتیب شوي راپور لاسلیک او مرکز ته لیږلو ته چمتو کړل شو.
وروستیو کې تخنیکي پلاوي د ځینو انفرادي اشخاصو پر عرایضو او موضوعاتو خبرې وشوې، د یادو اشخاصو د ستونزو حل په برخه کې د اصولي اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه.