هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۱۷
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٩٥ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د عدلیې رییس، کور او ښارجوړولو چارو رییس، لښکرګاه ښاروال، د سرحدونو او قومونو چارو رییس، د امارتي قضایاو آمر او د ځمکو د تنظيم آمریت استازي حضور درلود.
په یاده ناسته کې د باباجي په ولسوالی کې د شاخوا ٨٠ جریبه امارتي ځمکې په اړه چې د اشخاصو لخوا ورباندې تصرف ترسره شوي دي بحث او خبرې وشوې، تخنیکي پلاوي پریکړه وکړه چې یاده موضوع دې د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون د کړنلارې مطابق بررسي او راپور  یې د وروستي تصمیم په موخه مرکز ته ولیږدول شي.
ددې تر څنګ تخنیکي پلاوي په مرکز او ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په اړه خبرې وکړې، په یاده غونډه کې د ټولو ګډونوالو په اتفاق سره پریکړه وشوه، چې د هلمند ولایت په کچه دې په امارتي ځمکو کې د نویو خپل سرو تصرفاتو، برمو او دیوالونو رغولو چارې د ولایت مقام په همکارۍ او د اړونده امنیتي او کرنې مسؤلینو لخوا په کلکه مخه ونیول شي، ترڅو امارتي ځمکې د اشخاصو او افرادو ترمنځ حیف ومیل نشي.
ورپسې د تخنیکي پلاوي په غونډه کې د غازي محمدایوب خان ښارګوټي کې د شخصي او امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په اړه خبرې وشوې، په یاده ناسته کې پریکړه وشوه، چې په یاد ښارګوټي کې سلګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوې ده نو تر هغو پورې چې یاده موضوع په هر اړخیزه توګه بررسي کېږي هلته دې د ټولو نوو زیربنایي کارونو مخنیوی وشي.
تخنیکي پلاوي دارنګه د زړې کلا په سیمه کې د کرنې ریاست د ٨.٥ جریبه قبالئي ځمکې د غصب څخه د خلاصولو پر موضوع خبرې وکړې، ګډونوالو پریکړه وکړه چې موضوع دې د هر اړخیزې بررسۍ په موخه د هلمند ولایت عدلیې  ریاست ته ولیږدول شي.
په نننئ ناسته کې تخنیکي پلاوي د پی آر ټي په سیمه کې د ٤٠ جریبه ځمکې دوسیه چې ځینې اشخاص یې د شخصي ملکیت ادعا لري ؤ ارزول، ګډ غونډه کې پریکړه وشوه، چې د یادې دوسیې نیمګړتیاوې دې مخکنی تعین شوی پلاوی بشپړ او راتلونکي سه شنبې غونډې ته دې خپل راپور وړاندې کړي.
وروستیو کې تخنیکي پلاوي د ګڼو نسبتي املاکي دوسیو په اړه ترتیب شوي مکاتیب او پوښتنلیکونه تر تحلیل او ارزونې وروسته لاسلیک او اړونده ادارو ته یې ولیږدول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د چرګانو د تولید او خوراکي دانې ماشینرۍ پر برابرولو سکتوري هوکړه وشوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د څلورو اړوندو ادارو ترمنځ سکتوري غونډه ترسره شوه، چې پکې د چرګانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

د کندهار خاکریز کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) د کندهار خاکریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ کونړ کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثمان ترابي د مسلکي ټیم او د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان په. . .

بازگشت