هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۹:۴۸
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۹مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۹مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
په نننۍ ناسته کې دتنقیص شویو افسرانو د تفصیلي پلان پر راپور خبرې وشوې او د یو لړ نیمګړتیاو د پوره کولو په موخه اړوندو مسؤلو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز دګرشک په ولسوالی کې د حاجي طیب، دلښکري بازار سیمې، د سنګین په ولسوالی کې د هټیو، دګرشک په ولسوالی کې د علیاء ښونځی ځمکې، بولان سیمه کې د ٦مارکېټونو، د ادې بڼ سیمې او د ناوې په ولسوالی کې د اما/رتي ځمکو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او اجرائت ترسره شول.
یاد پلاوي همدارنګه د امار/تي ځمکو د ذوالیدې اړوند املاکي دوسیې د یولړ اجرائتو وروسته د اصلي او معتبر ذوالید د تثبیت په موخه د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو محاکمو ته محول کړل.
تخنیکي پلاوي وروستیو کې د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت