هلمند کې د هالنډ کمېټې د کرنیزو فعالیتونو څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۱:۵۰
هلمند کې د هالنډ کمېټې د کرنیزو فعالیتونو څارنه وشوه

۲۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې، د مؤسساتو د فعالیتونو د مؤثریت په موخه، د څارنې او ارزونې تخنیکی پلاوي ګمارل شوی، چې په ترکیب کې یې ددې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار او د مالدارۍ او حیواني روغتيا آمریتکارکوونکي شامل دي. یاد پلاوي د خپلو کړنو په ترڅ کې ددې ولایت د مرکز لښکرګاه  او نهرسراج ولسوالی کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې (ډي سي اې) مؤسسې له ترسره شویو فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړه.
دیادې څارنې په ترڅ کې په نوموړو سیمو کې د حیواني کلینیکونو او د څارویو د وړیو کاروباریانو چارې وارزول شوې.
د ارزونې په لړ کې  په بېلابېلو برخو کې د هلمند دکرنې ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي ورسره د چارو لا بهبود په موخه خپلې مشورې او نظریات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت