هلمند کې د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۰
هلمند کې د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د چاپېریال ساتنې رییس الحاج محمدعیسی اغا، د طبیعي سرچینو آمر قاري دین محمد مغفور، یوشمېر کروندګرو او بڼوالو هم شتون درلود.
د یادې پروسې د پیل په مراسمو کې د هلمند ولایت دکرنې رییس ددې ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو د کرلو او روزلو پروسه کې برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون، دسولې، ورورۍ او اخوت پېلامه شي.
د هلمند دکرنې رییس وویل، چې سږکال ددې ادارې له خوا نږدې ١٣٨٩٥٧ اصله مېوه لرونکي او ٦٠٤٠٠ اصله بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي، چې  د ۲۵ سلنې بیې په ورکولو سره به د عامو ځمکوالو په واک کې ورکړل شي.
دکرنې رییس همدارنګه له عامو ولسونو غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو له اېښودو وروسته يې پالنې ته پاملرنه وکړي، ترڅو د نویو نیالګیو له اېښودو وروسته يې په ښه ډول روزنه وشي او د ضایع کېدو مخه يې ونیول شي.
په پای کې د هلمند د کرنې رییس او ورسره نورو چارواکو د څو نیالګیو په اېښودلو سره د نیالګیو د وېش لړۍ رسمآ پیل کړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت