هلمند کې د نباتي ناروغیو مخنیوی په موخه بزګرو ته د ترکیبي درمل جوړولو عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۵:۴۲
هلمند کې د نباتي ناروغیو مخنیوی په موخه بزګرو ته د ترکیبي درمل جوړولو عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي

۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو آمریت اړوند بوټیو ساتنې مدیریت فني کارکوونکو لخوا د نباتي ناروغیو او افاتو د له منځه وړلو په موخه په مېوه یې ونو د ترکیبي درملو (لایم سلفر) د  استعمال په اړه بزګرو ته عملي او نظري روزنه ورکول کېږي.
د یادې پروسې له لارې ګڼو بزګرو او بڼوالو ته د لایم سلفر ترکیبي درملو جوړولو او کارولو لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي. 
یاد ترکیبي درمل چې په اسانۍ سره یې بڼوال او بزګر هم چمتو کولای شي، چې ترکیب یې  دوه کیلو ګرامه سلفر، یوه کیلو ژوندۍ چونه په ١٧.٥ لیتره اوبو کې منحل او پرته له سخت زړو ونو څخه د انارو او تاکانو د ونو په تنو او ښاخونو د استراحت په دوره کې شیندل کېږي.د یادو درملو په وسیله د قرغنې او سپېرغوږي د ناروغیو مخه نیول کېږي.
ددې پروسې په لړ کې د هلمند د کرنې ادارې فني کارکوونکي بزګرو ته په عملي او نظري ډول لارښونې کوي تر څو په اسانۍ سره د شته نباتي افاتو او ناروغیو مخنیوی وکړي.
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو بزګر وپوهوي چې د کیمیاوي درملو د احتمالي خطرونو د مخنیوی په موخه د نباتي افاتو او ناروغیو مخه په میخانیکي ډول ونیسي ترڅو په صحي او اقتصادي لحاظ غوره پایلې ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت