هلمند کې د نباتي ناروغیو مخنیوي په اړه بزګرانو ته روزنه ورکول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۴۲
هلمند کې د نباتي ناروغیو مخنیوي په اړه بزګرانو ته روزنه ورکول کېږي

۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت تر چتر لاندې د نباتي ناروغیو مخنیوي مدیریت له لوري د مرکزي سیمې یوشمېر کروندګرو او پالیزوانانو ته د غنمو، بینډیو او بادرنګو په ګډون د غلودانو او سبو د فنګسي ناروغیو د وقایې او مخنیوي په موخه هراړخیز معلومات وړاندې شو.
په دې روزنیزه پروسه کې، بزګرانو ته روښانه شوه، چې د بینډیو او بادرنګو ګډه کرنه باید ونه شي، ځکه بادرنګ د فنګسي ناروغۍ ښکار شوی و، او ګډه کرنه د ناروغیو د پراخېدو لامل ګرځي. متخصصینو بزګرانو ته بدیل نباتات هم معرفي کړل چې ښه حاصل ورکوي او ناروغیو ته کم حساسیت لري. 
بزګرانو ته د بوټو ساتنې مسؤلینو زیاته کړه: «داچې سږکال د غنمو په کرونده کې د تېر کال په پرتله د فنګسي ناروغیو پیښې کمې وې. د دې ښه وضعیت عمده لامل د وقایوي تدابیرو لکه د تیرام او کپتان دواړو درملو سره د غنمو د تخم درملنه وه، چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټوره تمامه شوې ده.»
بزګرانو د دغو معلوماتو هرکلی وکړ، او ژمنه یې وکړه چې یادې سپارښتنې به په خپلو کروندو کې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۸:۴۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د اکشن‌اېډ نړۍوالې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییسس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، په افغانستان کې د اکشن‌اېډ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

بازگشت